Banner

ګلدادا ( اسد دانش ساپي ) ته

20.02.2011 20:18

ګلدادا( اسد دانش)  ته
د ميلاد شريف په ورځ زه، هلال او ساحل د دانش صاحب کارځای کيسه خوانۍ ته ورغلو بازار بندو، لالا هم ځان پسې دروازه بنده کړې وه په لومړي ځل مې په دفتر کې يوازې وليدو. د ده په اجازه ورغلو، خو لالا داسې نه و لکه په نورو وختونو کې به چې په غور او درب کې و. ډير نهيلی معلوميده او د خبرو توازن يې نه شو ساتلی، ګيرې ته يې وسمه هم نه وه ورکړې، شونډې يې وچې وې مونږ ترې علت وپوښته ويل يې چې سخت مين شوی يم. لالا خو عموماٌ داسې خبرې کوي، چې واقعي په هر چا مين وي او هر څوک يې په ځان مين کړی هم دی، دا ښه وه، چې هغه ورځ مونږ ورسره تيره کړه ګني د لالا به زاره چاودې وه. ما د لالا درد حس کولو، د ده زړه ته ورکوز شوی وم، هغه شيبه مې هلال ته وويل چې لالا رښتيا هم په سد نه دی زما په زړه کې يوه نظم غزونې وکړې، هغه و چې يو څه مات ګوډ توري مې سره يو ځای کړل، له تاسو سره يې هم شريکوم هيله ده چې ستاسې به هم خوښ شي. ( حيران )

لکه ستوری پاس پر هسک باندې ځليږې
په نرمۍ کې د اوبو په څېر بهيږې
لاس نيوی درنه پکار د ی اسدجانه
لکه پير د سترګو رپ کې رارسيږې

ته يوه ګوره، دنګه ونه سايه داره
ستړي راشي مسافر درته په لاره
ته باغوان د يوې باغيچې يې
چې ثمر يې ټول عالم ته دی بسياره

د دستار د سړی نوم درباندې پروت دی
چې هوښيار دي د پېنځو سړی دې بولی
د پيسو سړی دې نه غواړی اسده
پلار دې پوی دی د کيسو سړی دې بولي

په ليمو کې دې د اوښکو رنګ ته ګورم
له رنجو سره چې ګډې وي روانې
طرات دې د مخ يونسي اسده
کله کله مسلمانې شي هندوانې

زوروره! پهلوان سره په جنګ يې
عجيبه ده، له خپل ځان سره په جنګ يې
د دنيا د زورورو سر لښکر يې
له ضمير او له وجدان سره په جنګ يې

ته نو څنګه د يو ښکلي دام کې ګير شوې؟
په ټولی د مينانو کې ورشمير شوې
غم دې ځانته په پيسو باندې ولجه کړ
له خوښۍ نه د بڼو په رپ کې تېر شوې

دا خو نه منم چې ته دې د يو چا يې
ځکه ته د ټولو خلکو ګلدادا يې
ته که خان يې په يارانو باندې خان يې
که پاچا يې، يار اشنا باندې پاچا يې

اقتدا دې يو بدرنګه پسې وکړه
د ايمان خلک په تا پسې روان د ي
اوبه څرنګه شي پورته باندې لاړې؟
واړه خلک درته ګوري او حيران دي

دا بدرنګ خلک ويشتلو باندې ارزي
ځينې سترګې په وېستلو باندې ارزي
زړه دې کلک په غيږ کې ونيسه اسده
زړه دې راکه ښکلولو باندې ارزی

ستا عظمت ته کله څوک شي رسېدلی
ته خو باز يې په کارغانو پسې مه ځه
ته له مينې او ښکلا نه يې جوړ شوی
په بدرنګه انسانانو پسې مه ځه

(( د اوبو په څېر روانه لږ راتم شه
لمبې چېرې وړې جانانه لږ راتم شه) )
مريدان دې ولې پريښودل يوازې
خدای ته ګوره اسدجانه لږ راتم شه.

محمدحنيف حيران، پيښور
17 فروري
2011 کال

تماشاګر 23.02.2011 14:08

دانش مين نه دی که رښتيا مين وی نو يو نيم غزل به يي په مونږ پيرزو کړی و هسی ساعت تيروي په دی عمر کې او مينه ؟ او بل دا چې که مين دی نو په نره دی مونږ ته خپل د مينې کيسه وليکي کله مين شوې څنګه مين شوی څوکاله دا خو ډاګي سړی دی خبره نه پټوي او دا کوم رقم انسان و چې ددی زړه يي د قالب نه ايستلې ؟ زه به هغه يا هغې ته غزل به انعام کې ورکړم که رښتيا هم ګلدادا اعتراف وکړي چې مين دی حيرانه تاته وايم دا لړۍ جاري وساته دانش سره مرکه وکړه زما د پوښتنو جواب ورنه پيدا کړه کنه نو هسی نوم بدول مه کوه زه به پی کتاب وليکم سر ليک به ګلدادا ورکړي چې څنګه مين شوی؟

لرغونی لاروی 23.02.2011 07:51

سلامونه!
د حيران د نظم تر لوستلو وروسته درې نتيجو ته ورسيدم:
لومړی: اسد دانش په دې وختونو کې سياسي لوبغاړيتوب ته زړه ښه کړی او حيران ته يې سياسي مشرتوب معلوم دی او د ده په اند وړ مشرتوب نه دی نو نو په ډاګه يې ورته ويلي چې (اقتدا دې په بدرنګه پسې وکړه)
دويم:
په سپينه ږيره ليونی شوې
په شملګۍ پسې دې چرس تړلي دينه
بس زړه د چا په واک کې نه وي، زړښت او ځوانۍ ته نه ګوري او له ګوګله ووځي. په دې صورت کې بيا هم حيران د دانش زړه ته ورګوز شوی دی او معشوقه يې ورته معلومه ده نو بيا هم د ده په اند وړ نه ده نو ځکه يې ورته ويلي چې (اقتدا دې په بدرنګو پسې وکړه)

درېمه نتيجه يا تحليل:
اسد دانش په حيران ډېر ګران دی، ډېر ورته ښکلی او سپېڅلی دی ، په هر چا يې نه لورېږي، هر څه يې هم پرې نه لورېږي، نو کله يې چې له سياسي لوبغاړيتوب يا مينتوبه خبرېږي نو په انتقادي توګه ورته وايي:
اقتدا دې يو بدرنګه پسې وکړه
د ايمان خلک په تا پسې روان د ي
اوبه څرنګه شي پورته باندې لاړې؟
واړه خلک درته ګوري او حيران دي

اسد دانش په هر چا ګران دی، په ما هم ګران دی خو زه له اسلامي باورونو سره ټوکې نه شم کولی او د چا په څېر پېغمبر ورته نه وايم خو د اوسني عصر (عيار) ورته ويلی شم او زما په اند دا حقيقت هم دی.
ولې حيران هم حق لري خو دا چې د اسد دانش مينې ته يې په ډېره کرکه کتلي، بدرنګه يې ورته ويلي او حتی سپکاوی يې کړی نو اسد يې بايد ورسره سپينه کړي.

لاروي صاحب زما له نظم نه هم څرګنديږي او تا هم په دويم تحليل کې نغوته ورته کړې ده، چې د لالا مين وړ کس نه دی زه هم نه يم ورسره همغږی.

ټوکه:
چې يارانه يې کړې نه وي
د پادې خر وي سبا ځي بيګا راځينه
لرغونی لاروی

لرغونی لارويه وروره زما سلام هم ومنه

ګرانه زه نه پوهيږم، چې د لالا په اړه دې څنګه قضاوت کړی دی، دا چې تاسې د سياسې مشرتوب خبره کړې ده، خو زه فکر نه کوم چې لالا دې داسې کار وکړي او دا هم وايم چې که همدا اوس يې افغان دولت د لغمان يا ننګرهار والي مقرروي، دانش صاحب به يې ورسره تسليم نکړي، ځکه چې هغه يو ازاد مرغه دی، هغه له بنده تښتي.

پاتې شو دريم تحليل دې چې ما خدای مکړه د ګلدادا مينې ته  سپک کتلي، د دې دامانا شوه چې خدای مکړه خپله ده ته مې سپک کتلي دي، چې دا هيڅ د منلو وړ خبره نده ځکه چې تاسې خپله هم پورته يو ځای يادونه کړې د ه چې

((اسد دانش په حيران ډېر ګران دی، ډېر ورته ښکلی او سپېڅلی دی ، په هر چا يې نه لورېږي، هر څه يې هم پرې نه لورېږي))

،نو بيا يې مينې ته څنګه په سپکه سترګه وګورم. پاتې شوه د سپيناوي کيسه نو ياره زما او د دانش صاحب داسې کومه شخړه، يا ستونزه نشته چې خدای مکړه سپيناوي ته دې خبره ورسيږي.

دانش صاحب ټولو ته معلوم دی، چې څنګه سړی دی، څومره زړه لري، څومره خلوص لري، سياسي او ټولنيز نظر يې څه دی. که دا خبره ما او تا سره سپينوو دانش صاحب خو هلته پريږده نو زه وايم چې داسې به ډيرې پاڼې پرې تورې شي. اباسين يوسفزی وايي.

که زما د شخصيت حدونه ګورې

زما فن زما د فکر ترجمان دی

د_مين 22.02.2011 19:31

ګل دادا له لومړي سره مين دى خو حيران اوس پرې خبر شو هغه د پښتو د لنډۍ دوهمه مصره راياديږي
بخت د هغو دى چې پرې ليلا مينه وينه
ګل دادا د مينې په كيسه كې هم نه ده دى كه مين شي كنه نيمه عبدالرحمان خاني خو لري هرڅوك يې دربار ته ورځي او پرې مين وي هغه عجيب او غريب انسان ده كه چېرته زه د ادبياتو د پوهنځي محصل وى او كولى مې شوى د منوګراپ په نوم يو څه وليكم ما به د پښتون پېغمبر په نوم رساله ليكلې وه او پكې ليكلي به مې وو چې له خوږ نبي وروسته پښتنو ته يو بل لوړ انسان چې د انسانيت ارزښت ورته مالوم دى راغلى او غواړي پښتانه په ځان پسې بوځي.
او داسې امي داعي پيدا شوى دى په دې ځپلي او كړيدلي ولس كې چې هر كور ته په مشروع لار ځان رسوي له ماشومانو تر لويانو پورې ټولو ته د مينې دعوت كوي.
ډېر نور څه كه خداى پاك بيا هم توان راكړ چې محصل شم نو زه به دا كار وكړم.

د ـ مينه وروره سلامونه

ډيرې ښکلې خبرې دې کړي دي لا لا رښتيا هم د ټولو ګلدا دا دی په ډير څه ارزي، خو ته زياتی کوې ځکه چې زه دې څومره پيژنم ته اوس هم محصل يې او د لالا نږدې يار يې بايد يو څه پرې وليکې.

Sabawon 21.02.2011 18:18

Yarano! Asli khabra dada ,che Maintob kho pa zwanano ke wi! Asad dansh kho zor sarai ka main shaway wi no bya kho ba haro maro pa koni main shaway wi ao nor tol konyan warta chakchake kawi. Ao da d konyano mashar bya gul dada boli. Der d sharam khabra da

د سباوون په نوم وروره سلامونه

وايي چې:

که د زړه په محبت شي خوشال ځوان دی                  په دا سپين وېښته يې خلک زړوي

زه نه پوهيږم چې ته څنګه سړی يې. لوستی هم يې او عصري زده کړې دې هم کړې دي،ځکه چې کمپيوټر ته کينې او نيټ هم کاروې او بيا هم داسې خبرې کوې چې د کولو نه دي، خو خير دانش صاحب هر چاته معلوم دی چې څنګه سړی دی او څنګه مين دی. زه ستا دا تبصره او دا نظر په دې  پار خپروم چې ګران دانش صاحب راباندې ډير ټينګار کړی دی، چې بايد هررنګ تبصرې خپرې کړم، دا نو اوس د دانش صاحب کار دی چې په همدې نوم تا څومره پيژني، يا دې څنګه کولای شي چې راپيدا دې کړي. کيدای شي چې په مکافاتو او مجازاتو دې هم ونازوي.  حيران

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.